په کندز ولایت کې د ملي اردو د پامیر د شلمې فرقې چارواکي وايي، دغه عملیات په دې ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د روان کال د حمل یا وري میاشتې کې پیل شوي او لا هم دوام لري.
د پامیر د شلمې فرقې د لومړۍ لوا قوماندان ډګروال منګل راحت په سیمې کې رسنیو ته وویل چې په دې عملیات کې نږدې ۹۰ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي دي همدارنګه ۱۲۰ تنه یې ټپیان شوي دی.
ښاغلي راحت زیاته کړه:
"له کلیو مو وسله وال مخالفین تېښتې ته اړکړل او لا یې ۸۹ تنه وژل شوي او ۱۲۰ تنه یې ټپیان دي."
د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان زیاته کړه چې په دغه عملیات کې د تلوکه سیمه، د زرخرید سیمه، د الچین سیمه همدارنګه د کندز ښار پورې اړوند یوشمېر نورې سیمې هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه تصفیه شوي دي.
نوموړې زیاتوې چې په دې عملیات کې ۸۰ حلقې ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي همدارنګه د وسله والو طالبانو درې هاموې زغروال موټرونه، دوه عراده رنجر او ۸ عراده موټر سایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
ډګروال منګل راحت وویل چې په دې عملیات کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندې رسېدلي.
د چارواکو په وینا چې دغه پوځي عملیات به ترهغه په سیمې کې دوام ولري، څو چې ددې ولایت ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه نوې تصفیه شوي.خو تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دې ویلي.