د سوريي د پینځه کلنې کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره نن په جنیوا کې د خبرو اترو نوی پړا پیلیږي.
خو د سوريي په شمالي ولایت حلب کې د جګړې شدت د دې خبرو اترو د بریالیتوب په اړه شکونه پورته کړي دي.
د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې د جینیوا په خبرو اترو کې هڅه کېږي چې د سوريي د جګړې د پای ته رسولو په هدف په دغه هېواد کې یو انتقالي حکومت تشکیل شي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سوريي په پینځه کلنه جګړه کې تر اوسه پورې شاوخوا ۲ لکه او اویا زره کسان وژل شوي دي.