د افغانستان جمهوري ریاست د حکمتیار په مشري د حزب اسلامي له هغه اقدام څخه هرکلی وکړ چې غواړي د هېواد ستونزې له سیاسي لارې حل شي.
د ولسمشرمحمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن په یوه خبري غونډه کې هیله وښودله چې د خبرو له لارې به په هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي.
ښاغلي مینه پال زیاته کړه:
"د افغانستان دولت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له وروستي دريځ هرکلی کوي چې غواړي د افغانستان د ستونزو لپاره سیاسي حل لاره ولټول شي."
هغه زیاته کړه، افغان حکومت هوډ لري چې د خلکو په مرسته به د هېواد د دښمنانو ټولې هڅې شنډې کړي او د سولې، ثبات او پرمختګ هڅو ته به ورسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې یو پلاوی کابل ته راغلی او د افغانستان د سولې عالي شورا سره په خبرو بوخت دی.