په بلوچستان کې د يو اين ايچ سي ار مشر دنېش شريسته وايي، کېداى شي په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده و غزول شي، خو ورسره به د بېرته ستنېدنې بهير هم پراخ شي چې په زياته اندازه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
د مهاجرينو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر وايي، دوى نه په پاکستان کې د ناراجسټر افغانانو د راجسټر کولو پلان لري او نه هغوى د مهاجرينو په توګه پېژني.
په کوټه کې د يو اين ايچ سي ار له مشر ښاغلي دنېش شريسته سره د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل مرکه کړې ده:
Your browser doesn’t support HTML5