ډاکټر عبدالله کولای شي د اسلامي هېوادونو مرستې جلب کړي

یو شمېر سیاسي کارپوهان د اسلامي هېوادونو د سازمان په سر مشریزه کې د افغانستان د اجرايي رئیس ګډون مهم بولي.

د سیاسي چارو کارپوه کبیر رنجبر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې عبدالله عبدالله کولی شي په دغه سرمشریزه کې د اسلامي هېوادونو مرستې افغانستان ته راجلب کړي.

تمه ده چې د افغان حکومت اجرایي رئیس سبا د اسلامي هېوادونو په سرمشریزه کې برخه واخلي.

د اسلامي هېوادونو د مشرانو ۱۳ مه غونډه سبا د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېږي.

په دې اړه د ازادي راډیو خبریالې مرضیې احمدزۍ له ښاغلي رنجبر سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې د اسلامي هېوادونو سرمشریزه څومره کولی شي افغانستان ته مرستې راجلب کړې؟

Your browser doesn’t support HTML5

له کبیر رنجبر سره مرکه