دفاع وزارت د طالبانو پسرلني عملیات پروپاګند وباله

د افغانستان د فاع وزارت د وسله والو طالبانو له خوا د عمري په نوم پيل شوي پسرلني عملیات د دې ډلې جنګي پروپاګند وبلله.

د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم نن په کابل کې خبریالانو وویل چې افغان ځواکونو پخوا هم له هېواده دفاع کړې او اوس هم ورته چمتو دي:

"دا د دوی د پروپاګنډې یوه برخه ده، تېره کال هم دوی د عزم او دېته ورته د خېبر په نامه عملیات نومولي وو، دا ټول یو ډول پروپاګنډا ده تاسې هیڅ ډول اندښنه مه کوئ."

تېره ورځ وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ټول هېواد کې د عمري په نوم د نویو پسرلنيو عملیاتو د پیلېدو اعلان وکړ.

د دوی په خبر پاڼه کې راغلي چې د عملیاتو هدف یې د حکومت او بهرنیو ځواکونو په وړاندې ډله ییزې او چریکي حملې او د یو شمېر سیمو نیول دي.