ازبکستاني سرتېرو د اموسیند صفري نقطه کې ګزمې پیل کړي

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د امو سیند په صفري نقطه کې د ازبکستاني سرتېرو ګزمې زیاتې شوې دي.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دا ګزمې له افغان سرحدي ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي خو په اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

ازبکستان وروسته له هغې له افغانستان سره پر پوله خپلې ګزمې زیاتې کړې چې دوه ورځې وړاندې د بلخ سرپرست والي دغه ولایت کې د داعش د فعالیتونو د زیاتوالي خبرداری ورکړ.

عطامحمد نور ویلي و داعش هڅه کوي چې د افغانستان د شمال له لارې منځنۍ اسیا ته لاره پيدا کړي.