ویسا: د هلمند سقوط په یوې استعفا جبیره کېدای شي؟

د کابل چاپ ورځپاڼو نن د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان د امنیتي حالاتو او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناسم وضعیت په اړه لیکني کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې خپله سرمقاله د طالبانو له خوا د عمري په نوم د نویو پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو او د شفق په نوم د افغان ځواکونو له خوا پوځي عملیاتو ته ځانګړې کړې ده.

د مقاله لیکونکې په لیکنه، سره له دې چې دواړو لورو په خپلو عملیاتو کې د ملکیانو د خوندیتوب ډاډ ورکړی خو زیاتوي چې د دغو جګړو لویه برخه قربانیان یواځې ملکیان دي.

مقاله زیاتوي چې په افغانستان کې د جګړې په دواړو خواو کې هم یواځې افغانان قربانۍ ورکوي او ګټه یې پردیو ته رسېږي.

د مطلب په پای کې سپارښتنه شوې چې دواړه لورې باید دې ته پام وکړي چې د جګړې پر ځای د سولې هڅې پيل کړي او د افغان وژنې پر ځای افغان ژغورنې ته مټې را بډ وهي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په خپلي مقالې کې د هلمند په اړه د دفاع وزارت د سرپرست څرګندونو ته اشاره کړې او لیکي، ایا د هلمند سقوط په یوې استعفا جبیره کېدای شي؟

د مقالې لیکوال زیاتوي چې که خبره د اصولو وي نو باید امنیتي مسؤلینو له دې وړاندي لا استعفاوي ورکړي وای.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې امنیتي مسؤلین په تېر یو نیم کال کې د هېواد د ناسم امنیتي وضعیت په خاطر د استجواب لپاره په وار وار ملي شورا ته ور غوښتل شوي او هیڅ کله هم دوی نه دي ستایل شوي.

همدې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې او ور سره د ناوړه چلند په اړه لیکنه کړې ده.

په مطلب کې د اسلام اباد لپاره د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخېلوال څرګندونې راخیستل شوي چې وایې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو او نړیوالو ادارو سره په جدیت خبري کړي دي.

کابل پوسټ:

کابل پست ورځپاڼه بیا د افغان کډوالو په اړه د ښاغلي زاخېلوال خبرې نقلوي او وایي چې په پاکستان کې یې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د ځورونې په اړه د کډوالو نړیوالې ادارې ای او ام ته شکایت کړی دی.

ورځپاڼې د مطلب په پای کې د یو شمېر سیاسي کارپوهانو نظر هم راخیستی چې وایې، پاکستان تل د افغانستان له مجبوریتونو استفاده کړې او له دې لارې په افغان حکومت د خپلو غوښتنو منل غواړي.