وسله والو طالبانو کونړ کې پر ۲ ولسوالیو حملې کړې

د کونړ په سرکاڼو او مروره ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ له سهاره جګړه نښتې چې دواړه خواوې یو بل ته د تلفاتو اړولو دعوې کوې.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل ازادي راډیو ته وویل وسله والو مخالفینو د تېرې ورځې په څېر نن سهار بیا د سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو پنځه بجې په یو وخت بریدونه پیل کړل چې تر اوسه په کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او زیات شمېر ټپیان دي.

قوماندان وویل په روانه جګړه کې یوازې یو تن پولیس ټپي شوی او نور چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې جګړه اوس هم روانه ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته دعوه وکړه چې په سرکاڼو کې يې دوه پوستې نیولي او په دواړو ولسوالیو کې يي دولتي سرتېرو ته تلفات رسولي دي.