عبدالله د اسلامي هېوادونو سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي

تمه ده چې د افغان حکومت اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله سبا د اسلامي هېوادونو د سازمان په سرمشریزه کې برخه واخلي.

د اجرایي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي ازادي راډیو ته وویل، عبدالله عبدالله به د خپلې وینا په یوې برخې کې له ترورزم سره پر مبارزې ټینګار وکړي:

"د افغانستان د اسلامي دولت اجرایي رئیس به هغه مسایل چې په ځانګړي ډول له افغانستان سره ارتباط لري، له ترورزم سره مبارزه، اقتصادي همکارۍ او د اسلامي هېوادو زیاتې همکارۍ او پاملرنه د افغانستان پېښو ته، همداراز د افغانستان د پرمختیایي چارو په اړه به خبرې وکړي."

تمه ده چې د اسلامي هېوادونو د مشرانو ۱۳مه غونډه سبا د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شي.

د دې سرمشریزې په مقدماتي غونډه کې تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني برخه اخیستې وه.

ښاغلي رباني هم په خپله وینا کې له ترورزم سره د مبارزې خبره یاده کړې وه او د ترورزم پر وړاندې یې د اسلامي هېوادو پر ګډې مبارزې ټینګار کړی و.