د امریکا او هند دفاع وزیرانو موافقه وکړه چې په سمندر کې به پوځي همکارۍ زیاتې کړي.
اشټن کارټر له خپل هندي سیال مانوهار پاریکار سره تېره ورځ په نوي ډیلي کې ولیدل.
تر دې غونډې وروسته د هند دفاع وزیر پاریکار وویل، دواړو لوریو موافقه کړې ده چې د سمندري امنیت په برخه کې د همکاریو زیاتیدل د دوی په ګټه دي.
د امریکا دفاع وزیر د هند په درې ورځني سفر دی او د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره یې هم پرون پر امنیتي موضوعاتو خبرې وکړې.