د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی سټیفین دي میسټورا وایي، له یوه ایراني ډیپلومات سره موافق شو چې په سوریه کې د سیاسي انتقال لپاره د ګامونو اخیستل ډېر زیات مهم دي.
د دي میسټورا دفتر اعلان وکړ چې دا پرمختګ هغه وخت رامنځته شو چې د سې شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال امیر عبداللهیان سره د ملګرو ملتو استازي خبرې وکړې.
خو امیر عبداللهیان خبریالانو ته یوازې دا خبره وکړه چې ده مهمې خبرې کړې دي:
"نن مو له ښاغلي دی میسټورا سره مهمې خبرې په سوریه کې د سیاسي بهیر د دوام په اړه لرلې، یو شمېر شته اندېښنې مو هم ورسره شریکې کړې چې په دې ترڅ کې له اوربند څخه سرغړونه ده."
دي میسټورا وایي، تهران دې ته خوشاله دی چې موږ د دې کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره په جینوا کې تر خبرو مخکې د یوه سیاسي حل لارې لور ته ورنږدې کېږو.
تمه ده چې نن په جینوا کې د سوریې د شخړو د پای ته رسېدو لپاره بیا خبرې پيل شي.