ایران او ایټالیا یو لړ دوه اړخیزې موافقتنامې لاسلیک کړې.
دا مواقتنامې تهران ته د ایټالیا د صدراعظم ماتیو رینزي د سفر پر مهال لاسلیک شوې.
د ایټالیا صدراعظم هغه جګپوړی چارواکی دی چې له ایران سره تر اټمي تړون وروسته چې په جنوري کې یې اجرایي بڼه خپله کړه، تهران ته تللی دی.
ماتیو رینزي وویل:
"د بندیزونو پای ته رسېدل یوازې د ایران لپاره یو تاریخي ګام نه دی چې اخیستل شوی، دا د ټولې سیمې او ټولې اروپا لپاره مهم دی."
د ایران ایسنا اژانس تېره ورځ خبر ورکړ چې د ایران او ایټالیا تر منځ د برېښنا او ګازو په برخه کې موافقتنامې لاسلیک شوې دي.
د راپور له مخې د موټرو په برخه کې هم یوه موافقتنامه شوې او د میلان هوایي ډګر له کمپنۍ سره سلا شوې چې د تهران داخلي هوایي ډګر به رغوي، همداراز په موافقتنامې کې ویل شوي دي چې ګرځندوی ته به په تهران کې وده ورکوي.