اقتصادي ستونزو د پخواني شوروي اتحاد ثبات ګواښلی

په يوه نوي راپور کې فريډم هاوس خبرداری ورکړی چې اقصادي ستونزې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو ثبات ګواښي.

په دغه راپور کې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو، بالکان او ختيځ اروپا هېوادونو په اړه راغلي چې مشرانو يې د اقتصادي ودې پر ځای د خپل واک ساتلو لپاره زيات کار کړی دی.

امریکا مېشته د فريډم هاوس په نامه د بشري حقونو د څار اداره وايي چې د روسيې د ولسمشر ولادي مير پوټين استبداد په ۲۰۱۵میلادي کال کې زيات شو.

فريډم هاوس دا څېړنې ملتونه د تغير په حال کې په نامه کلني راپور کې کړي دي.

دغه راپور د پخواني شوروي اتحاد په ۲۹ هېوادونو، بالکان او منځني اروپا کې د ډیموکراسۍ پرمختګ څارلی.

دغه راپور د اپرېل مياشتې په ۱۲مه نېټه خپور شوی دی.

راپور هر هېواد ته يوه درجه ورکړې چې له مخې يې ډیموکراټيک پرمختګ اندازه کړي.

د هر هېواد نفوس ته په کتو سره، د ډیموکراسۍ اوسط درجه له تېرو ۱۲ کلونو راهيسي په تدريجي ډول کمه شوې ده.

په پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې وضعيت په ځانګړې توګه خراب دی.

د دغو هېوادونو مشران د کتاتوران دي چې له تېرو ۱۰ کلونو راپه دې خوا په واک کې دي.

دغه هېوادونه روسيه، اذربايجان، بيله روس، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان دي.

فريډم هاوس وايي، د نړيوالو توکو د بيو له سقوط وروسته د دغې سیمې اقتصادونه د بحران سرحد ته رسېدلي دي.

په دغو توکو کې د تېلو بيې شاملې دي چې پر روسیه د امریکا او نورو اروپايي اتحاديې هېوادونو د بنديزونو وروسته د زيات تغير په حال کې دي.

روسيه د دغو ستونزو له کبله له اقتصادي رکود سره مخامخ ده.

همداراز په نورو هېوادونو لکه قرغزستان، بيله روس، ازبکستان او تاجکستان کې د بودجې کموالی او د پيسو بحران رامنځته شوی دی.

دغه بحران د هغو هېوادونو اقتصاد هم زیانمن کړی دی چې اقتصاد يې پر انرژۍ نه دی ولاړ او د روسيې له اقتصاد سره تړلي دي لکه بيله روس، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان.

د راپور له مخې دغه هېوادونه په ۲۰۱۶میلادي کال کې له اقتصادي بحران سره مخامخ دي.

د ملتونه د تغير په حال کې د پروژې ريس نېټ شينک کن د آزادي راډيو مرکزي څانګې ته ويلي چې دغه هېوادونه به اوس له پايلو سره مخامخ کېږي ځکه چې له کلونو راهيسي يې د خپل اقتصاد د تغير لپاره هيڅ نه دي کړي او نه يې هم شفاف حکومتي سيسټمونه جوړ کړي.

د شينک کن په وينا د دغې سيمې مشرانو يوازي د خپل کنترول د ساتلو لپاره کار کړی دی.

راپور وايي، د روسيې ولسمشر وروسته له هغه چې په ۲۰۱۲میلادي کال کې بيا ولسمشر وټاکل شو، په ۲۰۱۵میلادي کال کې مدني ټولنه او سياسي ادارې تر مخکې زیات ځپلي.

شينک کن وايي:

"روسيه په دوامداره توګه له اقتصادي بحران سره مخامخ ده، داسي اټکل کېږي چې قزاقستان به هم چې په سیمه کې دوهم لوی اقتصاد دی، له اقتصادي بحران سره مخامخ شي يا به صفر فيصده اقتصادي وده وکړي او په نورو هېوادونو کې، آن که د اقتصادي بحران درجې ته نه دي رسېدلي، هم اقتصادي وده ډېره کمه وي.

د راپور له مخې، په بالکان هېوادونو کې سربيا او مونټي نيګرو له اروپايي اتحاديې سره د یو ځای کېدو پروسه پيل کړې ده.

البانيه او مقدونيه د اروپايي اتحاديې د غړيتوب رسمي کانديدان دي او بوسنيا او هرزګووينا او کوسوو هم ښايي کانديد شي.

راپور وايي، په کوسوو او بوسنيا هرزګووينا کې دولت جوړونه يوه ستونزه ده او حکومتي ادارې د سولې د پرمختګ د مخنیوي او د سیاسي او اقتصادي رکود لامل شوي.

شينک کن خبرداری ورکوي چې د ځوانانو د بې کارۍ د درجې د لوړوالي له کبله به بالکان هېوادونه د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله پر شا تللي پاته شي او دا به د سيمې د پرمختګ لپاره د يوه ناورين په مانا وي.

شینک کن وايي، ملتپالنه، له يوه ځايه بل ته د سفر د ازادي او نورو بنسټيزو حقونو نشتوالی په ختيځ اروپايي هېوادونو کې د ډیموکراسي د پلي کولو لپاره د خطر په مانا دي.