وسله والو طالبانو د کونړ پر څو ولسوالیو حملې کړي

د کونړ امنیتي مسؤلین وايي وسله والو مخالفینو د خپلو نویو عملیاتو د اعلان سره سم د کونړ په اتوو ولسوالیو بریدونه پیل کړي چې تر اوسه دوام لري.

د یاد ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سیدخېل نن ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه یادو بریدونو کې افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړه چې په دې بریدونو کې خپله وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتي خو د کره شمېر په اړه یې ناخبري وښوده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه را لېږلي تلیفونې پیغام کې ویلي چې د ناړۍ، چپې درې او نورو ولسوالیو کې د عمري په نوم عملیات پیل کړي او په کې دولتي سر تېرو ته یې زیات ځاني زیانونه اړولي دي.