د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي چې په اقچه ولسوالۍ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري نن ازادي راډیو ته وویل چې په اقچې ولسوالۍ کې یې تصفیوي عملیات پيل کړي چې اوس هم جریان لري.
ښاغلي غفوري زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.