چین په راتلونکې یوه لسیزه کې ۵۰ میلیونه فوټبالستان روزي

د چین حکومت په راتلونکې یوه لسیزه کې ۵۰ ملیونه فوټبالیستان روزي.

د چین حکومت غواړي چې تر ۲۰۵۰ میلادي] کاله د فوټبال په نړیوالو اتلانو کې وګڼل شي.

د چین د فوټبال اتحادیې پرون یو سند خپور کړ چې د دې پلان جزئیات په کې څرګند شوي دي.

دا پروګرام تر ډيره حده پر ځوانانو تمرکز کوي او پر بنا به یې څه باندې ۳۰ میلیونه ابتدايي او متوسط ښوونځي په منظم ډول فوټبال کوي، لس زره روزونکو ته به تمرین ورکول کیږي او په دې هېواد کې د فوټبال د ځانګړو مسلکي اکاډمیو شمېر به ۲۰ زرو ته لوړ شي.

دا پلان په درېیو مرحلو کې برابر شوی دي.

چین اوس مهال د فوټبال د نړیوال فدراسیون [فیفا] په لست کې ۸۱ ځای لري.