د جرمني څارنوالان وايي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د جرمني کومیډین [یان بوهرمن] پر ضد چې د اردغان په اړه یې یو طنزي شعر لوستی، شکایت کړی دی.
یان بوهرمن په دې شعر کې اردغان [مسلکي احمق] بللی و او پر هغه يې له حیواناتو سره د جنسي اړیکو درلودو تور لګولی و.
د مارچ په ۳۱ د جرمني پر ټلویزیون له [نیو-مګزین- رویال] پروګرامه د دې شعر تر خپریدو وروسته، د انقرې او برلین ترمنځ سیاسي اړیکې خړې شوې.
د ترکیې حکومت مخکې ویلي وو چې دا شعر د زغم وړ نه دی او بوهرمن باید د یوه هېواد د دولت مشر ته د سپکاوي له امله مجازات شي.
د جرمني د [مینز] ښار څارنوالانو د بوهرمن د پروګرام په اړه پر دې اساس چې د بهرني هېواد مشر ته سپکاوی په کې شوی، څیړنې کړې او د اردغان شکایت به هم ورسره وڅیړل شي.
د جرمني د حکومت ویاند پرون وویل، د بیاناو هنر څرګندولو ازادي د جرمني د خلکو حق دی چې په اړه یې بحث نه شي کیدلای.