د ترکیې پوځ وايي چې په دیارباقیر کې د پرونۍ حملې د تلفاتو شمېر لوړ شوی دی.
پرون د پولیسو پر مرکز په موټر بمي حمله کې لږ تر لږه ۴۷ تنه وژل شوي دي.
په دې حمله کې چې د [هاني] په نوم سیمه کې وشوه، لږ تر لږه ۲۵ تنه زخمیان شوي چې په کې اته تنه ملکیان هم دي.
د ترکیې پوځ د حملې پړه پر هغو وسله والو اچولې چې د کردستان د کارګر ګوند [پي کې کې] سره اړیکې لري.