د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې ټاکل شوې تر راتلونکي یو کال د جاپان په مرسته د لمریزې برېښنا پروژې د تولید مرکز چارې بشپړې شي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد نن ازاي راډيو ته وویل چې جاپان د دغې پروژې د پلي کېدو لپاره پنځه میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي.
د دغو مرستیو تړون د هرات د والي محمد اصف رحیمي او د ملګرو ملتونو د عملیاتي ځانګې د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو.
ټاکل شوې چې د لمریزې انرژۍ د پروژې چارې په راتلونکي یوه کال کې بشپړې شي چې له دې سره به له لس زره کورنیو سر بېره، شاه خوا سلو تولیدي شرکتونو له لمریزه برېښنا مستفید شي.