د روسیې یوه پوځي هليکوپټرې په سوریه کې سقوط کړی

د روسیې دفاع وزارت وايي، د دوی یوه پوځي هليکوپټرې په سوریه کې سقوط کړی دی.

د روسیې دفاع وزارت وايي چې دا پېښه په حمص ښار کې شوې او د دوی [مې 28] هليکوپټر نه دی ویشتل شوی.

د هليکوپټر پیلوټ جسد موندل شوی او د روسیې پوځي هوايي اډې ته لیږدول شوی دی.

نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.