په کابل کې به سبا چهارشنبې د نجونو د والیبال سیالي ترسره شي

ټاکل شوی سبا ته په کابل ښار کې د نجونو د والیبال ۷۵دور سیالۍ تر سره شي.

د ځوانانو د سپورټ د پراختیا د څانګې مرستیال وحید احمد جویا ازادي راډیو ته وویل چې په دغه سیالیو کې به د کابل ښار څخه د نجونو ۶ ټیمونه ګډون وکړي.

د نوموړي په خبره دغه سیالۍ د سپورټ او ځوانانو سازمان او کابل ښاروالۍ له خوا تنظیم شوي دي.