"ډېر ژر به د پراختیا نوې ملي ستراتيژي بشپړ شي"

د افغانستان د مالیې وزارت هڅه کوي چې ډېر ژر د افغانستان د پراختیا نوې ملي ستراتیژي بشپړه کړي.

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحمیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په همدې اړه په کابل کې د اروپايي ټولڼې له ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن سره هم وکتل.

عبدالرحیمزی وایي چې په دغه ستراتیژي کې له فساد سره مبارزه، ښه حکومتوالي، اقتصادي پراختیا او په یوه صادراتي هېواد د افغانستان بدلول شامل دي.

نوموړی وايي چې د مالیې وزارت هڅه کوي د افغانستان د پراختیا نوې ستراتیژي د وارسا او بروکسل تر کنفرانسونو مخکې بشپړه او بیا یې یادو کنفرانسونو ته وړاندې کړي.