کندهار کې د نشه یي توکو د قاچاق په تور ۳ تنه نیول شوي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې هند ته یې د ۱،۴ کیلو ګرامه نشه یي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.

د کندهار په امنیه قوماندانۍ کې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیر محمد ولي غوثي نن خبریالانو ته وویل درې تنه چې غوښتل یې په خپلو خېټو کې هیروین هند ته قاچاق کړي په هوايي ډګر کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

ښاغلي غوثي همدارنګه زیاته کړه چې تېره اوونۍ پولیسو په کندهار ښار کې هغه درې تنه هم نیولي چې پر معتادینو یې مخدره مواد پلورل.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کورنیو چاو وزارت ویلي و چې د نشه یي توکو د قاچاق په مخنیوي کې ښې لاس ته راوړنې لري.