په روسیه کې پولیس وايي، هغه درې ځان وژونکي بریدګر یې پیژندلي او وژلي چې هڅه یې کول کوله د روسیې په جنوب کې د پولیسو پر یو مرکز برید وکړي.
روسي خبري اژانسونو د روسیې د تحقیقاتو د کمېټې په وینا ویلي، درې واړه ځان وژونکي بریدګر د نووسیلیڅکي (Novoselitsky) د ولسوالۍ د یو کلي اوسیدونکي وو.
په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې له برید کوونکو یو یې ځان وژونکی و، خو څیړونکو وروسته وویل چې درې واړو بریدکوونکو د برید پر مهال د چاودیدونکو موادو واسکټونه چولي دي.
دا سیمه چې پېښه په کې شوې شمالي قفقاز ته نژدې پرته ده چېرې چې له کلونو راهیسې سخت دریځې اسلامپالې له روسي ځواکونو سره نښتې کوي.