د امریکا د دفاع وزیر اشټن کارټر وايي، د عراق په حکومت کې دننه سیاسي کړکیچ به په دې هېواد کې د داعش په وړاندې د امریکا د پوځي مبارزې د چټکتیا د هڅو خنډ نه شي.
کارټر وویل، واشنګټن به په عراق کې هر څومره چې کولای شي د داعش پر ضد پوځي مبارزه چټکه کړي.
پنټاګون دا مهال پر هغو لارو چارو سپارښتنې چمتو کوي چې له مخې یې په عراق کې د مځکنۍ جګړې ملاتړ زیات شي. په دې کې دغلته د امریکايي سرتیرو د شمېر احتمالي زیاتو ل هم شامل دي.
جګړیز ماموریت ته د اپاچي هلیکوپټرو استول، د نورو ځانګړو امریکايي سرتیرو استول او هغو عراقي پوځي ټولیو ته د امریکايي سلاکارانو استول چې د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې دي، نور انتخابونه دي چې امریکايي چارواکي پرې عراق کې غور کوي.