په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه رانژدې کیږي د دې هېواد د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ په پام کې لري چې امریکایي پوځیانو ته سپارښتنه وکړي چې د انتخاباتو له مسئلې څخه دې ځان لېرې وساتي.
ډنفورډ د هغه لیک پر مسوده کار کوي چې ټولو امریکايي پوځیانو ته که جګپوړي دي او که سرتېري، سپارښتنه کوي چې په راروانه نوامبر میاشت کې د امریکا په انتخاباتو کې دې بې پرې پاتې شي.
د نوموړي ویاند تورن ګریګ هیکس پرون له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، ډنفورډ به په دې لیک کې پوځیانو ته د دوی د بې پرې توب د اړتیا یادونه وکړي څو پر دوی د امریکا د خلکو اعتماد او باور پرځای پاتې شي.
د دې پیغام د خپرولو پلان وروسته له هغه رامنځته شو چې د پوځ له څو جګ پوړو چارواکو څخه د کاندیدانو له نظریو سره د موافقې یا مخالفت په اړه پوښتنه وشوه.
یو کاندید ټیډ کروز د سوریې او عراق په ځینو سیمو کې د غالۍ د بمونو د کارولو غوښتنه وکړه او یو بل کاندید ډونالډ ټرمپ له مشکوکو تروریستانو څخه د تحقیقاتو پرمهال د مصنوعي ډوبیدو د شکنجې سپارښتنه وکړه.
هیکس وویل، په امریکا کې دود دا دی چې پوځ د انتخاباتو په موسم کې په بحثونو او مناظرو کې ګډون نه کوي.