د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، د کابل د بګراميو ولسوالۍ د کمریو په سيمه کې د نن سهار ماين چاودنې د پوهنې وزارت دوه کار کوونکي وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.
د دغه وزارت یوه مطبوعاتي مسئول عبدالصبور غفراني په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"په دې زړه بوږنونکي پېښه کې د ویس احمد او دین محمد په نوم زموږ دوه کار کوونکي چې د دغه وزارت د مالې او تدارکاتو ریاست کې کار کاوه وژل شوي دي او وه تنه نور ټپیان شوي دي."
تراوسه چا د دغې حملې مسئولیت نه دی اخیستی.