کري جاپان کې د اټمې حملې یادګاري سیمې ته سفر وکړ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په جاپان کې د نړۍ د لومړنۍ اټمي بمي حملې يادګاري ساحې ته تاريخي سفر وکړ.

کري د امريکا لومړنی لوړ رتبه چارواکى دى چې نن يې په هيروشيما کې د سولې تاريخي پارک او موزيم وکوت.

له جان کري سره د بريتانيا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا او جاپان د بهرنيو چارو وزيران هم ملګري وو چې دغه موزيم يې په ګډه وکوت او په هغه حمله کې يې د وژل شويو کسانو یاد ته د رناوي لپاره یې د دوى ډله ييز قبر ته د ګلانو ګېډۍ کښېښوده.

وزیرانو له دغې کتنې وروسته په یوې خپرې کړې اعلامیې کې له اټمې وسلو د یوې خلاصې نړۍ د جوړولو لپاره په خپلو ژمنو یوواربیا ټینګار وکړ خو ویې ویل چې دغه هڅې د شمالي کوریا لمسونکو اقداماتو او په سوریه او اوکراین کې د امنیت خرابوالي یو څه ټکنۍ کړي دي.

دغه وزيران په هيروشيما کې دي چې د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو د ډلې يا G-7 په غونډه کې ګډون وکړي.

د ۱۹۴۵ ميلادي کال د اګست پر شپږمه د امريکا B-29 ډوله جنګي الوتکې پر هيروشيما يو اټمي بم خطا کړ چې شا و خوا ۸۰ زره کسان يې ووژل.

تر دې پېښې درې ورځې وروسته بل اټمي بم د جاپان ناګاساکي ښار ويجاړ کړ.