بغلان: د جندالله ډلې ۱۶ غړي د سولې له بهیر سره یوځای شول

په بغلان کې د جندالله د ډلې ۱۶وسله وال مخالفین د سولې له پروسې سره یوځای شول.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د رسنیو برخې مسؤل ذبیح الله شجاع نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ډله له کلونو راهیسي د بغلان په ځینو سیمو کې په تخریبي فعالیتونو بوخته وه.

ښاغلي شجاع زیاته کړه چې د جندالله ډله د ازبکستان له حرکت اسلامي ډلې سره تړاو لري.

دا لومړی ځل دی چې په بغلان کې د جندالله ډلې یو شمېر وسله وال د سولې له پروسې سره یوځای کېږي.

د جندالله له ډلې پرته بېلابېل بهرني جنګیالي د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي.