"نهمه هجري پېړۍد فرهنګ او ادب د تاریخ ځلانده دوره وه"

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، نهمه هجرې پېړۍ د افغانستان د فرهنګ او ادب د تاریخ یوه ځلانده دوره وه.

ښاغلي اشرف غني نن د امیر علي شیر نوایي نړیوال سمپوزیم ته د وینا پرمهال وویل په دې دوران کې د فرهنګ او ادب د ودې لپاره د امیر علي شیر نوایې برخه تر بل هرچا زیاته وه.

نوموړي همدارز اعلان وکړ چې یوه ځانګړی مډال به د امیر علي شیر نوایې په نوم کړي.

ښاغلي غني وایي نوایي د ګڼو جماتونو، مدرسو، روغتونونو او نورو عام منفعه ودانیو په جوړولو کې برخه اخیستې ده.