د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یوې ترافیکې پېښې اته تنه مړه کړي او ۲۸ نور یې ټپیان کړي دي.
د ګرشک ولسوال محمد سلیم رودي وايي چې دا پېښه نن سهار د دلخک په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې له نیمروز څخه کابل ته روان ۳۰۳ موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.
له بلې خوا د لښکرګاه ښار د بېړنیو پېښو روغتون یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې له دې پېښې ورته اته جسدونه او ۴۸ ټپیان انتقال شوي دي.
ویل کیږي یاد ۳۰۳ موټر د صدا بهار په نوم د یوه ترانسپورټي شرکت اړوند دی.
دکندهار - هرات لویه لاره له دې وړاندې هم د ورته خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وه.
بل لورته د کونړ په چپې درې ولسوالۍ کې له غره څخه د یوه ډاټسن موټر د غورځېدو له امله درې ته مړه او درې نور ټپیان شوي دي.