قوقندي:د لارجوردو د لارې د پرانیستلو تفاهم لیک به ژر لاسلیک شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ترکیې په انقره ښار کې د لارجوردو لار په اړه پنځه اړخیزه غونډه کې توافق وشو چې د دغې لارې د پرانیستلو تفاهم لیک به ډیر ژر لاسلیک شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه غونډه د اپریل په ۲ او ۳ جوړه شوې وه او په کې بحث وشو چې دغه لار تر راتلونکو درې میاشتو پرانیستل کیږي.

د لاجوردو تاریخي لار، افغانستان د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې له اروپا سره نښلوي.

د لاجورد لارې د جوړولو په توافقنامه کې افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیه شامل دي.

د لارجوردو لارې وروستي غونډه د روان میلادي کال په جولاي میاشت کې د اذربایجان په پایتخت باکو کې جوړیږي.