د پکتیا اوسېدونکي: وکيلان په ملکي او نظامي ادارو کې لاسوهنې کوي

په پکتيا کې يو شمېر مدني فعالانو او د دې ولايت اوسېدونکو د پارلماني او ولايتي شورا وکيلانو پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره چيانو له ځانونو سره د وکيلانو پر ضد بېلابېل شعارونه لېږدول او له مرکزي حکومته او عدليي ارګانونو يې غوښتنه کوله چې په ملکي او نظامي ادارو کې دې د وکيلانو لاسوهنې بندې کړي او دوی دې د مداخلې په صورت کې عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي، مدني فعال او د مظاهرې سمبالوونکي فريداحمد تسکين وويل:

"دا د پکتيا د غلو او هغو مفسيدو وکيلانو پر ضد مظاهره ده چې د پکتيا د پوهنې رياست کې يې د شپې په لس بجې يې اسناد سوځول او د ټوپک په زور مقررۍ کوي او د پکتيا قومونو په بې اتفاقي کې هم د دوی کار دی او د پوهنتون په چارو او امتحانونو کې لاسوهنه کوي او دا هغه وکيلان دي چې د بهرنيو استخباراتو لپاره کار کوي او زموږ له ولسمشر او د پکتيا والي څخه غوښتنه دا ده چې دغه خلک عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي، دوی د ولسوالۍ په سقوط کې هم لاس لري او له هر قوماندان څخه مرمۍ او تېل اخلي."

دغو لسګونو مظاهره چيانو، له وکيلانو ګيله کوله چې د ولايت په کچه په ټولو مقرريو کې لاسوهنه کوي او د وړ کسانو پر ځای خپلو او خپلوانو ته زمينه سازي کوي، د مظاهرې يو بل ګډونوال:

"موږ دا مظاهره راباسلې چې په کلينيک کې د دوی کار دی او په تعليم او تربيې کې دوی ګوتې وهي او دا ادارې يې دې ته ورسولې چې د يوې روپۍ جنجال يې د يو لک رشوت اخيستو ته ورسولې موږ نور دا وکيلان نه غواړو او نه په اينده کې رايې ورکوو."

د وکيلانو پر ضد دغه مظاهره کې چې لسګونه ځوانانو، مشرانو او مدني فعالانو برخه لرله ځينو له وکيلانو څخه نارضايت څرګند کړ او د دوی د اصلاح غوښتنه يې کوله:

"موږ بېخي له دې وکيلانو ناراضه يو، موږ داسې وکيل غواړو چې مشخصاً خلک ترې راضي شي او زموږ د خلکو غږ دې پورته کړي موږ رايه ورکړې او په پارلمان کې دې زما حق وغواړي داسې دې نه کوي چې خپل جيبونه ډکوي."

مظاهره چيانو په وکيلانو بېلابېل تورونه پورې کول چې په اداراتو کې غير قانوني مداخله کوي، په فساد کې ښکېل دي، په پروژو کې د ونډې او پيسو اخيستو په لټه دي، خو په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی ګل بادشاه مجدي وايي:

"زه دا نه ردوم چې وکيلان په مقرريو کې لاس نه لري، دوی دا کار کوي او ما خپله هم له دې سرغړونه نه ده کړې، موږ ته کادرونه راغلي دي او په يو ځای کې مو مقرر کړي دي، موږ چې کله خلک مقرروو، د دې ضمانت موږ ته نه ولس راکړی دی چې کس يې معرفي کړی او نه موږ د دې ضمانت کوو چې دا کس به په فساد کې نه وي، ټوله اداره په فساد کې ده او موږ د ولس د دې حرکت ملاتړ کوو، خو د هغو وکيلانو نومونه دې مشخص کړي چې دوی يې په اړه اسناد لري؛ ځکه په دې سره به ځينې هغه وکيلان چې په داسې مسايلو کې ښکېل نه دي، مايوسه شي پکار دا دي چې وچ او لامده سره بېل شي."

نوموړی د دې مدني حرکت ملاتړ کوي وايي چې ولس او مدني فعالان دې هغه کسان چې دوی په اړه اسناد ولري او له وکالت څخه سوی استفاده کوي مشخص کړي.

موږ هڅه وکړه چې د دې مظاهرې په اړه د پکتيا ولايتي شورا کوم وکيل نظر هم ترلاسه کړو ولې په دې بريالي نه شو چې وکيلان راپيدا او نظر ترې واخلو.

راپور: داود تپان