د کابل د بګراميو ولسوالۍ د کمریو په سيمه کې د ماين چادونې له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قومنداني د جنايي تحقیقاتو مشر فريدون عبيدي وايي چې دا چاودنه د سړک په غاړه کې د یوه ځای پرځای شوي ماین له امله شوې ده.
نوموړي وویل، ماین هغه مهال وچاودید چې د پوهنې وزارت د کار کوونکو موټر له سیمې تیریده.
خو د بګرامي ولسوالۍ یو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ټپيان شپږ تنه دي او ټول د پوهنې وزارت کار کوونکي دي.
تر دې دمه کومې ډلې د دغې چاودنې مسئولیت نه دی اخیستی.