د اوکراین صدراعظم ارسیني یاڅینیوک استعفا اعلان وکړه.
ښاغلي یاڅینیوک خپله استعفا پرون په یوه ټلویزیوني وینا کې اعلان کړه او ویې ویل:
"ما پریکړه وکړه چې د اوکراین د صدراعظم له مقامه استعفا وکړم. زما استعفا به د سه شنبې په ورځ د اپریل په دولسمه نېټه د اوکراین پارلمان ته وړاندې شي."
یاڅینیوک د خپلې استعفا لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کړل چې په حکومت کې د ده په وینا د مصنوعي سیاسي بحران جوړول یې یو دلیل دی.
نوموړي وویل د یو شخص د بدلولو هیلې اوکرایني سیاستوال ړانده کړل او د هغو په زړونو کې یې په اوکراین کې د رښتینو بدلونونو د راوستو امیدونه له مینځه یووړل.
زیاته کړه چې دا هرڅه د ده د لیرې کیدو لپاره پلان شوي وو، او د ده استعفا به دا سیاسي بحران اوار کړي.