ظریف: د ایران د توغندیو پروګرام او دفاعي ځواک د بحث وړ نه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسلامي جمهوریت د توغندیو پروګرام او دفاعي ځواک د بحث وړ مسایل نه دي او په دې اړه به تهران له هیچا سره خبرې اترې ونه کړي.

جواد ظریف دا څرګندونې پرون د استونیا د بهرنیو چارو له وزیرې مارینا کالیوراند Marina Kaljurand سره تر کتنې وروسته وکړې او ویې ویل چې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره په اټمي موافقه کې د ایران د توغندیو پروګرام نه دی شامل.

د ظریف وینا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرجان کري د تیرې اوونۍ د هغو څرګندونو په وړاندې ښکاره غبرګون و چې ویلي یې و، امریکا چمتو ده د ایران د توغندیو د ازموینو د سوله ییز حل په مقصد له دې هېواد سره خبرې اترې وکړي.

ظریف وویل، که امریکا د منځني ختیځ د امنیت په اړه په رښتیا جدي اندیښنه لري نو پر اسراییل او سعودي عربستان دې د وسلو پلورل بند کړي.

ظریف زیاته کړه، متحدایالات پر ایران بې بنسټه تورونه لګوي. ده که څه هم د کوم ځانګړي هېواد نوم یاد نه کړ خو زیاته یې کړه، د امریکا خپل متحدان د اسلامي دولت ډلې یا داعش ملاتړ کوي.