د سلما بند به په غبرګولي میاشت کې افغان دولت ته وسپارل شي

په پام کې ده چې سلما بند په راروانه غبرګولي میاشت کې رسماً د افغانستان دولت ته وسپارل شي.

د هرات د والي ویاند وايي، جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د هند سفیر پرون د هرات له والي محمداصف رحیمي سره په کتنه کې وویل چې په هرات ولایت کې د سلما د بند ټولې ساختماني او تخنیکي چارې په جوزا میاشت کې پای ته رسیږي او مسوولیت به یې رسماً د افغانستان حکومت ته وسپارل شي.

چارواکي وايي چې سلما بند د څه باندې اتیا زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ترڅنګ د شاوخوا دوه څلویښت میګا واټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.

د پلان له مخې د سلما د بند له بریښنا څخه به د هرات ولایت د چشت شریف، اوبه، پشتون زرغون او کرخ ولسوالیو اوسیدونکي ګټه واخلي.