په يمن کې شيعه حوثي ياغيان او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې د يمن د حکومت ملاتړ کوي وايي، د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب هغه اوربند چې د اپرېل د لسمې له نيمې شپې نافذ شوى، رعايتوي.
دغه ائتلاف په يوه اعلاميه کې وويل، دغه اوربند ته د يمن د ولسمشر عبدالربه منصور هادي په غوښتنه درناوى کوي، خو هر ډول حملو ته د ځواب ورکولو حق خوندي ساتي.
د حوثي ياغيانو يوه وياند وويل، ياغيان به هم هر ډول حملې ته ځواب ووايي.
ايران د دغو ياغيانو ملاتړ کوي او دوى هڅه کوي د يمن حکومت نسکور کړي.
له څه باندې يو کال راهيسې د دواړو لويو ترمنځ شخړه کې تر شپږزره زيات کسان وژل شوي دي.
په پام کې ده په يمن کې د شخړو د حل لپاره روانه مياشت په کويت کې خبرې اترې وشي.