پناه غوښتونکو د مقدونيا له پوليسو سره شخړه وکړه

پناه غوښتونکو وروسته له هغې د مقدونيا له پوليسو سره شخړه وکړه چې اجازه ورنه کړل شوه، د مقدونيا او يونان ترمنځ له موانعو تېر شي.

راپورونه وايي پوليسو د دغو پناه غوښتونکو د شړلو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز، بېسدوونکو لاسي بمونو او رابړي مرميو استفاده وکړه، په ځواب کې پناه غوښتونکو پر پوليسو د ډبرو وارونه وکړل.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د دوى روغتيايي رضاکارانو په سيمه کې درې سوه تنه چې د ګازو د کارونې له کبله تنفسي ستونزې ورته پيدا شوې وې يا هم په رابړي مرميو ټپيان شوي وو، تداوي کړي دي.

شپږ کسان په روغتون کې بستر شوي دي. د مقدونيا پوليس وايي، د دوى ٢٣ امنيتي غړي هم ټپيان شوي چې ويل شوي د پنځو تنو ټپونه شديد دي.

دغه شخړه ايدوميني سرحدي سيمې ته نژدې شوې ده.

په دې ځاى کې څه باندې ١١زره کډوال او پناه غوښتونکي په يوه کمپ کې شپې سبا کوي.

د بالکان هېوادونو هغه لار چې د اروپا شمال ته غزېدلې، د فبرورۍ مياشتې په نيمايي کې د کډوالو پرمخ وتړله.