د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري په جاپان کې د نړۍ د لومړنۍ اټمي بمي حملې يادګاري ساحې ته تاريخي سفر وکړ.
کري د امريکا لومړى عالي رتبه چارواکى دى چې نن يې په هيروشيما کې د سولې تاريخي پارک او موزيم وکوت.
له جان کري سره د بريتانيا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ايټاليا او جاپان د بهرنيو چارو وزيران هم ملګري وو چې دغه موزيم يې په ګډه وکوت او په هغه حمله کې يې د وژل شوېو کسانو د احترام لپاره د دوى ډله ييز قبر ته د ګلانو ګېډۍ کښېښوده.
دغه وزيران په هيروشيما کې دي چې د نړۍ د اوو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو د ډلې يا G-7 په غونډه کې ګډون وکړي.
د نولس سوه پنځمه څلوېښتم ميلادي د اګست پر شپږمه د امريکا B-29 ډوله جنګي الوتکې پر هيروشيما يو اټمي بم خطا کړ چې شا و خوا ٨٠زره کسان يې ووژل.
تر دې پېښې درې ورځې وروسته بل اټومي بم د جاپان ناګاساکي ښار ويجاړ کړ.