د افغانستان مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې ژر دې د دفاع وزارت او د ملي امنیت ریاست کاندیدان ولسي جرګې ته معرفي کړي.
د دغې جرګې اداري پلاوی ټینګار کوي چې د بروکسل او وارسا له غونډو مخکې باید د سرپرستانو دود پای ته ورسیږي.
د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار نن د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل:
"له حکومته غواړم چې په هرکس چې باور کوي د دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست ته د کاندیدانو په توګه ولسي جرګې ته ور معرفي کړي."
سناتورانو د کورنیو چارو نوي وزیر او نوي لوی څارنوال ته د ولسي جرګې له خوا د باور رایې ورکول هم وستایل.