د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۱۳۹۴کال کې یې د نورو قاچاق وړونکو ترڅنګ هغه دوه مشهور کسان هم نیولي چې له ډیرې مودې را په دې خوا تر تعقیب لاندې وو.
د دغه وزارت د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدي نن خبریالانو ته وویل چې دغه مشهور قاچاق وړونکي حاجي وطن او آغا محمد نومیږي.
دا هغه کسان دي چې له څه مودې راهیسې د مخدره موادو د قاچاق وړونکو په تور لست کې شامل دی.