د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن د نړۍ د ۷ سترو اقتصادي قدرتونو تر غونډې مخکې جاپان ته ورسېد.
ښاغلی کري به سبا په هیروشیما کې د سولې یادګاري پارک ته لاړ شي او د امریکا د یوه تر ټولو جګپوړي چارواکي په توګه به په تاریخ کې د نړۍ د اټمي بم لومړنیو قربانیانو ته درناوی پرځای کړي.
د جاپان د بهرنيو چارو وزير فوميو کيشيدا وويل، دوى غواړي له اټمي وسلو د يوې پاکې نړۍ پيغام ورکړي:
"د G-7 د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په هيروشيما کې د اټمي بم د قربانيانو په ساحه کې کېږي. هيله من يم له دې ځاى نه نړۍ ته له اټومي وسلو د يوې پاکې دنيا لپاره قوي پيغام ورکړو."
د نولس سوه پنځه څلوېښتم ميلادي کال د اګست پر شپږمه په هیروشیما کې شاوخوا ۸۰ زره تنه هغه وخت ووژل شول چې د امریکا بي -۲۹ الوتکې التومي بم وغورځاوه.
له دې ۳ ورځې وروسته بل اتومي بم د جاپان ناګاساکي ښار ویجاړ کړ.
د جي ۷ ډلې دوه ورځنۍ غونډه په هیروشیما کې جوړېږي او د تروریزم، اوکراین، شمالي کوریا، منځني ختیځاو د پناه غوښتونکو د بحران په شمول د نړۍ پر یو شمېر مهمو مسلو خبرې کوي.
په دې غونډه کې به د بریتانیا، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي.