د افغانستان د کار او ټولنیزو وزارت وايي چې په روان کال کې به په کابل او هرات ولایتونو څه باندې ۷ زره کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.
د کاراو ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل نن په دې اړه د ملګروملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام WFP او مسلم هنډز موسسې سره یو تړون لاسلیک کړ.
نوموړې وايي چې د دغه تړون له مخې په ۲۵ مرکزونو کې یو شمېر کسانو ته حرفوي او مسلکي زده کړې ورکول کیږي.
دغه راز په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوراکي سازمان مرستیالې وویل چې په ۲۰۱۶ کال کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۲۲ زره کسانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.