د تخار سیمه ییز چارواکي وايي چېپه درقد ولسوالۍ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل، وسله والو ته دا مرګ وژبله هغه مهال واوښته چې غوښتل یې د درقد ولسوالۍ په امنیتي پوستو باندې حملې وکړه.
ښاغليتیمور زیاتوي چې افغان سرتېرو وسله وال طالبان په شا وتمبول.
بل خوا وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې په دغې حمله کې یې د یوه قومندان په ګډون درې سیمه ییز پولیس وژلي دي، خو امنیتي چارواکي داخبره نه مني.
د یو بل خبرله مخې د بامیانو چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف کړې ده.