مرتضوي: له افغانستانه د امریکا ملاتړ ګټور تمامېدای شي

له افغان امنیتي ځواکونو او حکومت څخه د امریکا دوامداره او اوږد مهاله ملاتړ کولای شي د نړیوالو مرستو په راجلبولو کې ګټور تمام شي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د دې مطلب د څرګندولو ترڅنګ وایي، کابل ته د جان کري سفر له دغه هېواد سره د مرستو، سولې او امنیت په برخه کې واضح پیغامونه درلودل.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"په اوسنیو شرایطو کېله ملي وحدت حکومته د امریکا ملاتړ ډېر اړین دی، کېدای شي د افغان امنیتي ځواکونو د مرستو د راجلبولو لپاره ګټور ثابت شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري تېره ورځ کابل ته راغی او یو ځل بیا یې د خپل هېواد له لوري له افغان امنيتي ځواکونو سره د خپلو دوامداره مرستو ژمنې تازه کړې.

جان کري په واضح ډول وویل چې د ملي وحدت حکومت موافقه هم د پنځو کلونو لپاره ده او ټینګار یې وکړ چې اوسنی حکومت به تر پنځو کلونو پورې دوام وکړي.