د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري نن یکشنبې د نړۍ د ۷ سترو اقتصادي قدرتونو تر غونډې مخکې جاپان ته ورسېد.
ښاغلی کري به سبا په هیروشیما کې د سولې یادګاري پارک ته لاړ شي او د امریکا د یوه تر ټولو جګپوړي چارواکي په توګه به په تاریخ کې د نړۍ د اټمي بم لومړنیو قربانیانو ته درناوی په ځای کړي.
د ۱۹۴۵ میلادي کال د اګست په شپږمه په هیروشیما کې شاوخوا ۸۰ زره تنه هغه مهال ووژل شول چې د امریکا بې -۲۹ الوتکې اټمي بم وغورځاوه. له دې ۳ ورځې وروسته بل اټمي بم د جاپان ناګاساکي ښار ویجاړ کړ.
د جي ۷ ډلې دوه ورځنۍ غونډه په هیروشیما کې جوړېږي او د ترورېزم، اوکراین، شمالي کوریا، منځني ختیځاو د پناه غوښتونکو د بحران په شمول د نړۍ پر یو شمېر مهمو مسلو خبرې کوي.
په دې غونډه کې به د بریتانیا، فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا او جاپان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي.