کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له سفره لږ وروسته پرون شنبې په دغه ښار کې لږ تر لږه د دوو چاودنو غږ واورېدل شو.
د چاودنو په اړه په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د ښار پر ډیپلوماټیکه سیمه راکټونه لګېدلي.
خو د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې یو راکټ له نامعلوم ځایه د ښار پر لومړۍ ناحیې لګېدلی خو هیڅ راز مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.