هند: په "کرالا" کې د اور لګیدو له امله له ۷۰زیات کسان وژل شوي

هندي چارواکي وايي، تر ۷۰ زیات کسان د دغه هېواد د کرالا "Kerala" ایالت په یوه عبادت ځای کې د اورلګېدو له کبله مړه شوي دي.

د کرالا ایالت د کورنیو چارو وزیر رامش چینیتالا پرون شنبې وویل، په دې پېښه کې چې د "پاراور" ښارګي په پوتنیګال عبادت ځای کې د یوه جشن په ترڅ کې وشوه، ۲۰۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

سیمه ییزې رسنۍ وايي، اور هغه مهال بل شو چې د جشن لپاره د اور لوبې وسایل وچاودېدل.

په عبادتځای کې یوه ودانۍ ونړېده او ډېر کسان ورلاندې مړه شول.